موضوعات
Explore in-depth biblical topics with verse references, thoughtful discussions, and multiple translations to deepen your understanding of God's Word.
د قيامت ورځ
هغه کسان چې د حضرت عیسی علیه السلام پیروى کوى د قيامت په راتلونکى ورځ باور لرى. دا د دنيا د آخرت هغه وخت دے کله چې به خدائ پاک ټول مړى راژوندى کړى او د هغوئ د هغه عملونو ورسره حصاب وکړى کوم چې هغوئ په خپل ژوند کښې کړى وو.
ولې حضرت عیسیٰ (علیه السلام) ته مسيح ویل کېږي؟
د مسيح معنى ده "مسح شوے" يا "منتخب شوے". الله تعالی حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د يو خاص کار دپاره انتخاب او مسح کړے وو. اول، حضرت عیسیٰ د خدای پاک د روح سره مسح ډک شو، نو چې مونږ ته دا ښودنه وکړى چې داسې څنګه ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ شى. دويم، هغه د دې دپاره هم منتخب شوے وو چې مونږ د خپلو لويو دشمنانو يعنى شیطان، نفسِ اماره بالسوء (إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ)، ګناه، او مرګ – نه آزاد کړى. شیطان زمونږ دښمن دے. مونږ شیطان او نور بد روحونه نۀ شو ليدلے، خو هغوی مونږ وینى او په مونږ حملې کوى. د دې نه علاوه، زمونږ دننه یو د ګناه نفس شته يعنى نفسِ اماره بالسوء. ځینې وختونه زمونږ په وس کښې نۀ وى چې مونږ د وسوسو مقابله وکړو، او ځینې وختونه خو غواړو هم نه چې د هغې مقابله وکړو. دا ټول د هم دې نفس په وجه دى. نو نفس او ګناه زمونږ لوئ دشمنان دى. په آخر کښې، مرګ زمونږ یو ویرونکے دشمن دے چې په هر چا راځى. حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د دې دپاره منتخب شوے او مسح شوے وو چې مونږ د دې دشمنانو نه آزاد کړى او مونږ له دا قوت راکړى چې داسې ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ وى.
ایا الله مونږ سره خبرې کوى؟
حضرت ابراهیم (علیه السلام) ته د الله دوست وئيلے شوى دى. دا ځکه چې هغۀ خدائ سره مینه کوله او د خدای د خوښې کارونه یې کول، او خدای هم هغۀ سره مینه لرله. يوه طريقه په کوم باندې چې خدائ هغۀ ته د خپلې مينې اظهار وکړو هغه دا وه چې الله به د حضرت ابراهیم سره خبرې کولې. تورات شريف مونږ ته دا هم وائى چې الله حضرت موسیٰ (علیه السلام) سره مینه کوله او خبرې یې ورسره کولې. خدای حضرت یونس (علیه السلام) او نورو انبیاؤ سره هم مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې. نو که چیرې خدائ د هغوی سره مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې، او خدای نۀ بدلېږي، نو آیا خدای له مونږ سره هم مینه لرى او خبرې کوى؟ د خدای کلام مونږ ته وایي چې آؤ، خدای مونږ سره مینه لرى. هغۀ خپله مینه په دې طريقې سره څرګندوى چې مونږ له خپل مقدس روح راکوى، او مونږ سره د خپل روح په وسيلې خبرې کوى. خو که مونږ غواړو چې خدائ مونږ سره خبرې وکړى، نو پکار دى چې مونږ هغۀ ته خپل ځان وسپارو او ورسره خبرې وکړو. هم دې ته دعا کول وائى يعنى خدای سره خبرې کول.
حضرت عیسیٰ المسیح (علیه السلام) څنګه کس وو؟
کله چې حضرت عیسیٰ المسیح په دې دنيا کې ژوند کولو، نو هغۀ حیرانوونکى کارونه وکړل. کله چې مونږ د لوقا په انجیل کې د هغۀ قیصه لولو، نو وینو چې هغه خلک روغول، طوفانونه یې آرامول، په پېرېانو او بد نظر یې واک او اختيار لرلو، خلکو له یې خوراک ورکولو، مړى یې راژوندى کول، او د خلکو ګناهونه یې بخښل.
عيسائيان څنګه عبادت کوى؟
مونږ نه اکثر تپوس کيږى چې آیا تاسو مونځ کوئ؟ تاسو څنګه مونځ کوئ؟ د مونځ معنى ده عبادت کول. په ټوله دنيا کې عیسائيان د الله تعالی عبادت په مختلفو طريقو سره کوى. حضرت عیسیٰ المسیح (عليه السلام) مونږ ته وفرمائیل چې دا ضرورى نۀ ده چې مونږ چرته عبادت وکړو او یا څنګه یې وکړو. لاندې تفصيل کې به تاسو وګورئ چې الله دپاره چې څۀ مهم دى نو هغه دا دى چې مونږ په روح او حقیقت سره عبادت وکړو. مونږ به تاسو ته د دې خبرې تشریح وکړو چې د دې څۀ مطلب دے.
ولې عیسیان الله ته "پلار" وائى؟
عیسایان الله ته "پلار" وائى. تورات شریف مونږ ته دا ښائى چې الله پاک دنيا او هر څه چې پکې دى، پیدا کړى دى. هغۀ انسانان د حیواناتو او د ښائسته مخلوقاتو نه بدل او خاص پیدا کړے دے. انسانانو له خاص درجه ورکړے شوه. په مونږ کښې دا صلاحيت واچولے شو چې الله وپېژنو، او هغۀ سره مینه وکړو، او د هغۀ د حکمونو په اطاعت سره خپله مینه وښايو. هم په دې وجه الله د ټولو انسانانو سره خاص مینه لرى. کله چې مونږ ځانونه هغۀ ته او د هغۀ مسیح ته وسپارو، او د هغۀ پاکوالے او روح ترلاسه کړو، نو موږ الله سره په يو خاص تعلق کښې کې نزدې شو. دا تعلق داسې وى لکه څنګه چې د يو پلار خپلو بچو سره وى، او د بچو خپل پلار سره وى.
د یو عیسائى ژوند څنګه وى؟
د حضرت عیسیٰ د یو پیروکار ژوند دې هم هغه شان وى څنګه چې د حضرت عیسیٰ وو؛ او د عیسیٰ ژوند د الله د شریعت په مطابق وو. شریعت مونږ ته دا ښائى چې څۀ حرام دى، او دا هم وائى چې الله په مونږ کښې کومې خوبئ ليدل غواړى. دا لیکنه هغه شریعت تشریح کوى په کوم باندې چې مونږ له تلل پکار دى.
کله چې غلطيانې وشى او مونږ خط وکړو
کله چې مونږ له نوى زړونه راکړے شى او د روح القدس نعمت راکړے شى، نو مونږ نوى انسان شو. خو مونږ کامل نه یُو. زمونږ نه غلطيانې کيږى. کله ناکله موږ غوسه کیږو، غیبت کوو، یا نور غلط کارونه کوو. خو وروسته، ځکه چې مونږ الله سره مینه لرو نو احساس راته کيږى چې مونږ غلط کړى دى او مونږ پرې شرمنده کيږو. کله چې داسې وشى نو مونږ په پکار دى چې د هغو خلقو نه معافى وغواړو چې مونږ ورله تکليف ورکړے دے. مونږ دې دعا وکړو او له الله نه بښنه وغواړو. د وخت په تېرېدو سره مونږ په ايمان کې بالغ کېږو او دا غلطۍ لږ او لږ کوو. دا پوسټ د همدې اعتراف او بالغ کېدو د عمل په اړه خبرې کوى.