ولې حضرت عیسیٰ (علیه السلام) ته مسيح ویل کېږي؟

By Team
25 days ago
108 views
يوسفزۍ پښتوافغان پښتواردودريعربىانگريزي

تعرف

د مسيح معنى ده "مسح شوے" يا "منتخب شوے". الله تعالی حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د يو خاص کار دپاره انتخاب او مسح کړے وو. اول، حضرت عیسیٰ د خدای پاک د روح سره مسح ډک شو، نو چې مونږ ته دا ښودنه وکړى چې داسې څنګه ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ شى. دويم، هغه د دې دپاره هم منتخب شوے وو چې مونږ د خپلو لويو دشمنانو يعنى شیطان، نفسِ اماره بالسوء (إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ)، ګناه، او مرګ – نه آزاد کړى. شیطان زمونږ دښمن دے. مونږ شیطان او نور بد روحونه نۀ شو ليدلے، خو هغوی مونږ وینى او په مونږ حملې کوى. د دې نه علاوه، زمونږ دننه یو د ګناه نفس شته يعنى نفسِ اماره بالسوء. ځینې وختونه زمونږ په وس کښې نۀ وى چې مونږ د وسوسو مقابله وکړو، او ځینې وختونه خو غواړو هم نه چې د هغې مقابله وکړو. دا ټول د هم دې نفس په وجه دى. نو نفس او ګناه زمونږ لوئ دشمنان دى. په آخر کښې، مرګ زمونږ یو ویرونکے دشمن دے چې په هر چا راځى. حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د دې دپاره منتخب شوے او مسح شوے وو چې مونږ د دې دشمنانو نه آزاد کړى او مونږ له دا قوت راکړى چې داسې ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ وى.

د کتاب مقدس حوالې

Matthew 3:13-16

په دې آیتونو کښې مونږ لولو چې حضرت عیسیٰ المسیح د حضرت یحییٰ (علیه السلام) خوا ته راځى چې بپتسمه (د تعمید غسل) ترېنه واخلى. بپتسمه، چې پکې یو انسان په اوبو کې غوپه ووهى، یو خاص نښه وه چې خدائ پاک ته او خلکو ته ظاهر کړى چې دا کس خپل ځان خدائ ته وقف کوى. کله چې حضرت عیسیٰ د اوبو نه راووتو، نو د خدائ روح پرې نازل شو. دا هغه وخت و چې الله حضرت عیسیٰ (علیه السلام) له خپل روح ورکړو او هغه یې مسح کړو، نو چې هغۀ له دا واک او اختيار ورکړى چې خپل الهي مأموریت او مقصد پوره کړى.

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

Luke 4:16-21

په دې آيتونو کې مونږ لولو چې حضرت عیسیٰ (علیه السلام) پوهېدو چې هغه د دې دپاره مسح شوے وو چې خلک آزاد کړي. هغه د حضرت يشعياء (علیه السلام) خبرې ولولى، چرته چې خدای وعده کړې وه چې هغه به یو کس د خپل روح سره مسح کوى چې خلک آزاد کړى. حضرت عیسیٰ ټولو ته وویل چې وخت راغلے دے او رب جل جلاله غواړى خپل خلک بچ کړى. عیسیٰ خلکو ته وفرمائيل: ”نن چې تاسو کوم کلام واورېدلو، نو هغه پوره شو.“

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

John 7:37-39

د اختر په يوه خاص موقع، حضرت عیسیٰ المسیح ټولو ته اعلان وکړو چې هغه هماغه څوک دے چې الله غوره کړے دے چې خلکو ته د خدای روح ورکړى. هغه به دا کار کوى، خو د هغه وخت نه پس چې کله هغه جلال ومومى. خو اوس سوال دا پېدا کيږى چې د حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د دې خبرې مقصد څۀ دے چې هغه به "جلال ومومى"؟ د دې سوال جواب به مونږ په يو بل پوسټ کښې ورکوو.

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

Romans 6:6

دا هغه آیت دی چې مونږ ته وایي چې حضرت عیسیٰ المسیح د نفسِ اماره بالسوء طاقت ختموي، نو چې مونږ نور د ګناه غلامان پاتې نۀ شو.

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

Titus 2:11-14

د خدائ د کار ښکلا دا ده چې د حضرت عیسیٰ المسیح په وسيله، الله مونږ ته هر هغه څه راکوى چې مونږ پرې په دې دنيا کې یو ځان‌ساتونکے، نېک، او خدای‌پال ژوند وکړو، یو داسې ژوند چې د خدای خوښ وى. الله حضرت عیسیٰ المسیح د دپاره استعمال کړو چې مونږ د هر قسمه بدۍ نه خلاص کړى، او مونږ یو پاک قوم جوړ کړى، داسې قوم چې یوازې د هغۀ وي او تل د ښو کارونو کولو دپاره تيار وى.

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

Hebrews 2:14-15

دا آیتونه مونږ ته ښائى چې حضرت عیسیٰ د شیطان کارونه تباه کړل. د دې نه علاوه، حضرت عیسیٰ مونږ د مرګ د ویرې نه هم آزادوى. کله چې مونږ "په عیسیٰ کې" یو او د خدای روح په مونږ کې وى، نو بیا مونږ نور د مرګ نه نۀ يرېږو. دا یو حیرانوونکې معجزه ده چې زمونږ په زړونو کې کېږي.

يوسفزۍ پښتو بائبل

آيت

افغان پښتو بائبل

آيت

پایله

حضرت عیسیٰ المسیح راغے چې مونږ ته د حق لاره وښائى، او بیا مونږ د هر هغه څۀ نه آزاد کړى چې مونږ د ښو کارونو کولو نه منع کوى. دا خوږه او خوشحالونکې خبره ده. د دې دپاره چې مونږ آزاد کړى، هغه مونږ له د خدای روح راکوى، کوم چې د خدای قدرت دے. د روح د دې ښکلي نعمت ښکلا دا ده چې دا په مونږ کښې دا شوق پېدا کوى چې د خدای د خوښې کارونه وکړو، او هغه طاقت راکوى چې وسوسو ته "نه" ووایو او صحیح کار وکړو.