د قيامت ورځ

By Team
8 months ago
525 views
يوسفزۍ پښتوافغان پښتواردودريعربىانگريزي

تعرف

هغه کسان چې د حضرت عیسی علیه السلام پیروى کوى د قيامت په راتلونکى ورځ باور لرى. دا د دنيا د آخرت هغه وخت دے کله چې به خدائ پاک ټول مړى راژوندى کړى او د هغوئ د هغه عملونو ورسره حصاب وکړى کوم چې هغوئ په خپل ژوند کښې کړى وو.

د کتاب مقدس حوالې

حضرت ملاکی علیه السلام د قیامت د ورځې په حقله خبرې وکړې. دا هغه ورځ ده چې خدای به نیک خلک له بدو خلکو نه بيل کړى. بد به تباه شى خو نېکان به برکت ومومى.

Malachi 4:1-2

No verses found in this translation.

د خدای پاک رسول، پولوس مونږ ته خبردارے راکړو چې خدای به مونږ هر یو له زمونږ د عملونو په مطابق اجر راکړى. هغه کسان چې خود غرضه دى او هغه څه رد کوى چې سم دى، د خدای پاک غضب او قهر ته به مخامخ شى.

Romans 2:6-8

No verses found in this translation.

دا د هغې لویې او وېروونکې ورځې تشریح ده. خدای پاک به په یو لوی سپین تخت راښکاره شى. ټول مړه، لوی او واړۀ به د خدای په وړاندې ودریږي او کتابونه به پرانستل شى. د خلکو عدالت به د هغوئ د عملونو په مطابق وشى. بیا به وروستے کتاب، چې د ژوندون کتاب دے، پرانستلے شى. د عدالت نه پس به، مرګ او هغه کسان چې بد کارونه يې کړى دى د اور په درياب کې به وغورځولے شى - دا دوهم مرګ دے. هغه کسان چې نومونه یې د ژوندون په کتاب کې لیکلے شوى دى د خدای پاک سره به ابدى ژوند ورکړے شى.

Revelation 20:11-15

No verses found in this translation.

پایله

د قیامت ورځ د هغو کسانو دپاره ویره لرونکې ده چې د خدای پاک د اصولو په مطابق ژوند نۀ تېروى. خو هغه کسان څوک چې د حضرت عیسی المسیح په وسيله بدل شوى دى، د خدای پاک د قانون منلو طلبګار دى او د هغه لارې لټون کوى په کومې باندې چې د خدائ پاک خوښه ده، دوی د قيامت د ورځې په تمه دى. دوی پوهیږي چې د دوی نومونه د ژوند په کتاب کې لیکلے شوى دى. تاسو د هغوئ د دې اميد په خقله د خلاصون په مصوع کښې نوره لوسته کولے شئ.