ایا الله مونږ سره خبرې کوى؟

By Team
8 months ago
507 views
يوسفزۍ پښتوافغان پښتواردودريعربىانگريزي

تعرف

حضرت ابراهیم (علیه السلام) ته د الله دوست وئيلے شوى دى. دا ځکه چې هغۀ خدائ سره مینه کوله او د خدای د خوښې کارونه یې کول، او خدای هم هغۀ سره مینه لرله. يوه طريقه په کوم باندې چې خدائ هغۀ ته د خپلې مينې اظهار وکړو هغه دا وه چې الله به د حضرت ابراهیم سره خبرې کولې. تورات شريف مونږ ته دا هم وائى چې الله حضرت موسیٰ (علیه السلام) سره مینه کوله او خبرې یې ورسره کولې. خدای حضرت یونس (علیه السلام) او نورو انبیاؤ سره هم مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې. نو که چیرې خدائ د هغوی سره مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې، او خدای نۀ بدلېږي، نو آیا خدای له مونږ سره هم مینه لرى او خبرې کوى؟ د خدای کلام مونږ ته وایي چې آؤ، خدای مونږ سره مینه لرى. هغۀ خپله مینه په دې طريقې سره څرګندوى چې مونږ له خپل مقدس روح راکوى، او مونږ سره د خپل روح په وسيلې خبرې کوى. خو که مونږ غواړو چې خدائ مونږ سره خبرې وکړى، نو پکار دى چې مونږ هغۀ ته خپل ځان وسپارو او ورسره خبرې وکړو. هم دې ته دعا کول وائى يعنى خدای سره خبرې کول.

د کتاب مقدس حوالې

حضرت ابراهیم (علیه السلام) د خدائ دوست بلل شوے وو.

James 2:23

No verses found in this translation.

رب به له موسیٰ (علیه السلام) سره مخامخ خبرې کولې، لکه څنګه چې یو کس له خپل ملګرى سره خبرې کوى.

Exodus 33:11

No verses found in this translation.

حضرت یونس (علیه السلام) خفه وو، ځکه چې هغۀ غوښتل چې خدای دې د نینوا خلک، چې د خدای د خلکو دشمنان وُو او هغوی یې زورول، تباه کړى. د نينوا خلق ډېر زیات ګناهکاران وُو او دومره زیاته ګناه يې کړې وه چې خدای غذب پرې راتلونکے وو چې هغوی هلاک کړي. خو خدای نۀ غوښتل چې هغوی تباه کړى، ځکه چې هغه مهربان او رحم کوونکی دے. نو الله حضرت یونس واستولو چې هغوی ته د راتلونکى عذاب خبردارے ورکړى. حضرت یونس لاړو او هغوئ ته يې خبرداری ورکړو. هغوی توبه وکړه. او په دې وجه حضرت یونس غصه شو، او په دې آیتونو کې مونږ وینو چې حضرت یونس او خدای یو بل سره خبرې کوى.

Jonah 4:1-4

No verses found in this translation.

خدائ حضرت داؤد (عليه السلام) سره خبرې وکړې او هغۀ له يې بلنه ورکړه چې د هغۀ سره وى، او حضرت داؤد (عليه السلام) دا بلنه قبوله کړه.

Psalm 27:8

No verses found in this translation.

د چا زړونه چې پاک وى هغوئ خدای سره ملاقات کوى او ورسره خبرې کوى. حضرت عیسیٰ المسیح هغه ذات دے چې زموږ زړونه پاکوى.

Matthew 5:8

No verses found in this translation.

که مونږ عیسیٰ مسیح سره مینه ولرو، نو د هغه حکمونو ته به غاړه کیږدو، او د خدای د حضور ښکلا به مونږ په خپل ژوند کې تجربه کړو. مونږ به ورسره خبرې وکړو، ځکه چې هغه به تل زمونږ سره وى.

John 14:23

No verses found in this translation.

پایله

الله غواړي چې زمونږ سره وي، له مونږ سره خبرې وکړى، مونږ ته لارښوونه وکړى، زمونږ په ژوند کې شامل وي، مونږ له برکت راکړي، او مونږ د نورو دپاره د برکت سبب کړى. دا هماغه څه دى چې هغۀ د پخوانیو پیغمبرانو سره وکړل، او همدا دی چې هغه مونږ هر يو سره کول غواړى. حضرت عیسیٰ المسیح هغه ذات دے چې د هغۀ له لارې الله دا هر څه ممکن ګرځوى.