ولې عیسیان الله ته "پلار" وائى؟
تعرف
د کتاب مقدس حوالې
Psalm 8:3-9
د زبور په دې نظم کې، پیغمبر داؤد (علیه السلام) بیانوى چې الله انسانان د ټولو نورو مخلوقاتو نه بدل او خاص ېیدا کړى دى، او الله انسانانو سره خاص مینه لرى. الله انسانانو له د ځمکې په هر څيځ باندې چې هغۀ پیدا کړى دى، یو خاص واک او اختیار ورکړے دے. پیغمبر داؤد خپل شعر د الله په ستاینه سر ته رسوى.
آيت
آيت
John 3:3-5
د دې لویې مینې په وجه چې الله یې انسانانو سره لرى، الله انسانانو دپاره لاره جوړه کړه چې هغۀ سره خاص تعلق ولري. حضرت عیسیٰ المسیح (علیه السلام) هغه څوک دے چې الله غوره کړو، چې زمونږ او د خدائ دا تعلق ممکن کړى. دا آیتونه تشریح کوى چې دا تعلق څنګه شروع کيږى. دا آیتونه د "د اوبو او د روح نه د پيدا کېدلو" په باره کې خبرې کوى. مطلب دا چې، کله یو انسان دعا وکړى او حضرت عیسیٰ ته ووایي چې زه ستا مسیحیت منم، نو حضرت عیسیٰ المسیح به د الله روح ورباندې راولیږى. د الله روح انسان له په ژوند کې بلکل يو نوے شروعات ورکوى. دا نوے شروعات داسې وى لکه يو کس چې بيا پيدا شى. کله چې روح په انسان راکښته شى، نو هغه د خپلو ګناهونو نه پاکیږي او په هغۀ کښې یو نوے زړه، یو نوے سوچ او نوى خواهشات راشى. دا هغه وعده ده چې الله د حزقی ایل ۳۶:۲۵-۲۷ کې کړې ده. "د اوبو او روح نه پيدا کېدل" په جسمانى لحاظ سره نه بلکې دا روحانى حقيقت سره تعلق ساتى.
آيت
آيت
John 1:12-13
يوځل بيا دا وايم، چې دا په جسمانى طور د پيدا کېدلو خبره نۀ کيږى، بلکې د دې مطلب روحانى دے. کله چې مونږ د حضرت عیسیٰ المسیح مسیحیت ومنو، نو مونږ له د الله روح راکړے کیږى. کله چې مونږ د الله روح ترلاسه کړُو، دا داسې ده لکه موږ چې د الله يو. او کله چې مونږ د الله روح ترلاسه کړو، نو موږ ته دا شرف او عزت راکولے کیږى چې د الله اولاد وبللے شُو.
آيت
آيت
Romans 8:15-16
د روح دا تعمت دومره اهم وُو چې رسول پولوس (علیه السلام) د روميانو جماعت ته په خپل خط کې د دې ذکر وکړو. د روح ترلاسه کول او د الله نه پيدا کېدل صرف يوه نظریه نۀ ده، بلکې دا یو حقیقت دے. دا حقيقت دومره ژور دے چې د الله روح زمونږ زړونو د ژورې نه دا ګواهى راکوى چې مونږ د الله اولاد شوى یُو.
آيت
آيت
1 John 3:1-3
الله مونږ سره ډېره زیاته مينه کوى. هغه غواړى چې مونږ ته خپل بچى وائى، او دا هم غواړى چې مونږ هغۀ ته "پلار" ووایو. حضرت عیسیٰ المسیح هغه څوک دے چې دا تعلق ممکن کوى. او د همدې له امله، مونږ چې د الله مینه په زړونو کې لرو، غواړو چې هغه شان پاک شُو، لکه څنګه چې حضرت عیسیٰ المسیح پاک دے.
آيت
آيت