عيسائيان څنګه عبادت کوى؟
تعرف
د کتاب مقدس حوالې
John 4:21-24
په لاندې آیتونو کې مونږ ګورو چې حضرت عیسیٰ المسیح (عليه السلام) هغې ښځې ته وائى چې ریښتينى عبادت کوونکى به په روح او حقیقت کې عبادت کوى. دې نه مونږ دا زده کوو چې د ټولو مهمه خبره دا ده چې ریښتینے عبادت د طریقې یا ځای په بنياد نۀ دے، د ریښتینى عبادت بنياد په دې دے چې مونږ د چا عبادت کوو — مونږ دې یوازې د الله عبادت وکړو، د بل هېڅ چا هم نه. دوهم، زمونږ عبادت دې په روح او حقیقت کې وى.
آيت
آيت
Psalm 15:1-5
حضرت عیسیٰ المسیح وفرمائيل چې مونږ له پکار دى چې په روح او حقیقت کې عبادت وکړو. په تورات، زبور، او انجیل کې "حقیقت" دا معنى لرى چې مونږ دې په خپلو ارادو، فکرونو، او خواهشونو کښې خدای سره رښتینى یو. مونږ دې د خدای نه ځان پټ نۀ کړو او نۀ دې خپل ځان له دوکه ورکړو په هغه څۀ کښې، د څۀ په حقله چې مونږ په رښتيا سوچونه کوو او زړۀ کښې يې محسوسوو. د حضرت داؤد (عليه السلام) دا زبور مونږ ته د هغه يو داسې کس مثال راکوى چې خدای قبلوى.
آيت
آيت
Luke 18:9-14
په ژوند کې داسې وخت راځى چې مونږ پوهېږو چې مونږ د پورته معیارونو مطابق ژوند نۀ دے کړے. څوک دا وئيلے شى چې هیڅکله یې خطا نۀ ده کړې؟ ځینې خلک په خپل ځان فخر کوى، لکه لاندې فریسي، چې خيال يې دا وو چې د هغۀ ژوند سم دے. خو وګورئ چې د هغۀ په زړه کې د نورو دپاره مینه نشته. څۀ خلک د دې مالیه اخیستونکى په شان دى. خدای داسې خلک لټوى لکه مالیه اخیستونکے يعنى هغه څوک چې عاجزه وى، دا ومنى چې کامل نۀ دے، د خدای د معیارونو څخه پاتې راغلے وى، خو بیا هم غواړى چې خدای سره مینه ولرى او بدل شى.
آيت
آيت
Ezekiel 36:25-27
دا آیتونه بیانوى چې الله تعالی څۀ غواړي چې د هغه خلقو دپاره يې وکړى څوک چې د هغۀ په معیارونو کې پاتې راغلى وى خو بیا هم غواړى چې الله سره مینه ولرى او بدل شى. هغه غواړى چې زموږ ذهن، زړه، او ضمير د هر غلط عمل نه پاک کړى، او مونږ له نوے زړۀ راکړى یعنې نوے سوچ او نیت، یو داسې نیت چې د الله او د هغۀ د قانون سره مینه ولرى. او هغه غواړى چې خپل روح په مونږ کې واچوى، نو چې مونږ د هغۀ د حکمونو د اطاعت اراده او طاقت ولرو. او کله چې د الله روح زموږ سره وى، مونږ د همدغه روح په مرسته د الله عبادت کولے شو.
آيت
آيت
John 1:31-33
پیغمبر یحییٰ (علیه السلام) ته الله وویل چې هغه کس چې روح پرې نازل شى نو هم دا به هغه کس وى چې خلکو له به د الله روح ورکوى. پیغمبر یحییٰ ولیدل چې روح پر حضرت عیسیٰ المسیح نازل شو. وګورئ چې هغه د حضرت عیسیٰ (علیه السلام) په حقله څه فرمائى.
آيت
آيت
John 6:37
که مونږ وغواړو چې حضرت عیسیٰ المسیح زموږ سره مرسته وکړي چې له الله سره مینه ولرو، او مونږ له وعده شوے پاکوالے، نوی زړۀ، او د الله روح راکړى، نو حضرت عیسیٰ المسیح به هېڅکله مونږ رد نه کړي.
آيت
آيت
Matthew 11:28-30
دا ښکلى آیتونه وګورئ! حضرت عیسیٰ المسیح (عليه السلام) غواړى چې د هر هغه چا مرسته وکړى چې ترېنه غواړى.
آيت
آيت