کشف کړئ
د خدای کلام

په خپله خوښه ژبه کې سپیڅلې صحیفې ولټوئ او د خدای په تلپاتې حکمت کې ژور غور وکړئ

کتاب مقدس د څۀ کتاب دے؟

کتاب مقدس هغه کتاب دے چې تورات شریف، زبور شریف، د صحیفو لیکنې، او انجیل شریف پکې شامل دى۔ دا ځکه مقدس (پاک) بللے کیږى ځکه چې دا کتابونه د خدای کلام دے، چې مونږ ته سمه لار وښائى، هغه لار چې خدائ پاک يې خوښوى۔

تورات شریفد کتاب مقدس شروع

کتاب مقدس تورات سره شروع کیږى، چې مونږ ته د پیدایښت کیسه، د انسانى نسل لومړنۍ کیسې، او د حضرت آدم، بي بي حوا، قابیل، نوح، ابراهیم، یعقوب، او موسی (علیهم السلام) په اړه ښودنه کوى. د دې کیسو له لارې مونږ پوهیږو چې خدائ څنګه ذات دے، او زمونږ نه څۀ غواړى۔ تورات مونږ ته دا ښودنه هم کوى چې د خدای پاک قوانین او وعدې د بنى اسرائیلو لپاره څۀ وې۔

صحیفې او زبور شریفتاریخ او نبوي لیکنې

بیا کتاب مقدس مونږ ته د صحیفو ځینې لیکنې راکوى، چې مونږ ته د خدای د خلکو تاریخ راوښائى، چې کله هغوئ د خدای اطاعت وکړ نو برکت یې وموند او کله یې نافرماني وکړه نو تادیب شول۔ په دې لیکنو کې مونږ د داؤد (علیه السلام)، سلیمان (علیه السلام)، یونس (علیه السلام)، او نبیانو کیسې او د خدای کلام لولو۔ زبور شريف، د سلیمان (علیه السلام) سپیڅلې متلونه، او هغه مقدس کلام چې خدای د خپلو نبیانو له لارې وویل، هم شامل دى۔

انجیل شریفد عیسی مسیح ژوند او تعلیمات

له دې لیکنو وروسته انجیل راځي، چې پکې د عیسی مسیح ژوند او کلام او د رسولانو اعمال او تعلیمات دى۔

که تاسو د کتاب مقدس نوى لوستونکى یئ، مونږ وړاندیز کوو چې تاسو د لوقا په انجیل پیل وکړئ۔ تاسو به دا هم ګټور ومومئ چې د یعقوب لیک، د یونس کتاب، او د متلونو کتاب ولولئ. کله چې تاسو کتاب مقدس لولئ نو کېدے شى چې ستاسو ذهن ته د دې د تعليم په حقله سوالونه راشى. تاسو په دې مطمئن شئ چې مونږ ستاسو د هر سوال جواب درکول غواړو.

د کتاب مقدس مشهور موضوعات

زموږ تر ټولو زیات لوستل شوي بائبلي موضوعات وپلټئ او د خدای د کلام په پوهه کې ژور شئ

د قيامت ورځ

By Team25 days ago

هغه کسان چې د حضرت عیسی علیه السلام پیروى کوى د قيامت په راتلونکى ورځ باور لرى. دا د دنيا د آخرت هغه وخت دے کله چې به خدائ پاک ټول مړى راژوندى کړى او د هغوئ د هغه عملونو ورسره حصاب وکړى کوم چې هغوئ په خپل ژوند کښې کړى وو.

3 د کتاب مقدس حوالې
110

ولې حضرت عیسیٰ (علیه السلام) ته مسيح ویل کېږي؟

By Team25 days ago

د مسيح معنى ده "مسح شوے" يا "منتخب شوے". الله تعالی حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د يو خاص کار دپاره انتخاب او مسح کړے وو. اول، حضرت عیسیٰ د خدای پاک د روح سره مسح ډک شو، نو چې مونږ ته دا ښودنه وکړى چې داسې څنګه ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ شى. دويم، هغه د دې دپاره هم منتخب شوے وو چې مونږ د خپلو لويو دشمنانو يعنى شیطان، نفسِ اماره بالسوء (إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ)، ګناه، او مرګ – نه آزاد کړى. شیطان زمونږ دښمن دے. مونږ شیطان او نور بد روحونه نۀ شو ليدلے، خو هغوی مونږ وینى او په مونږ حملې کوى. د دې نه علاوه، زمونږ دننه یو د ګناه نفس شته يعنى نفسِ اماره بالسوء. ځینې وختونه زمونږ په وس کښې نۀ وى چې مونږ د وسوسو مقابله وکړو، او ځینې وختونه خو غواړو هم نه چې د هغې مقابله وکړو. دا ټول د هم دې نفس په وجه دى. نو نفس او ګناه زمونږ لوئ دشمنان دى. په آخر کښې، مرګ زمونږ یو ویرونکے دشمن دے چې په هر چا راځى. حضرت عیسیٰ (علیه السلام) د دې دپاره منتخب شوے او مسح شوے وو چې مونږ د دې دشمنانو نه آزاد کړى او مونږ له دا قوت راکړى چې داسې ژوند تېر کړو چې د خدای پاک خوښ وى.

6 د کتاب مقدس حوالې
107

ایا الله مونږ سره خبرې کوى؟

By Team25 days ago

حضرت ابراهیم (علیه السلام) ته د الله دوست وئيلے شوى دى. دا ځکه چې هغۀ خدائ سره مینه کوله او د خدای د خوښې کارونه یې کول، او خدای هم هغۀ سره مینه لرله. يوه طريقه په کوم باندې چې خدائ هغۀ ته د خپلې مينې اظهار وکړو هغه دا وه چې الله به د حضرت ابراهیم سره خبرې کولې. تورات شريف مونږ ته دا هم وائى چې الله حضرت موسیٰ (علیه السلام) سره مینه کوله او خبرې یې ورسره کولې. خدای حضرت یونس (علیه السلام) او نورو انبیاؤ سره هم مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې. نو که چیرې خدائ د هغوی سره مینه لرله او خبرې یې ورسره کولې، او خدای نۀ بدلېږي، نو آیا خدای له مونږ سره هم مینه لرى او خبرې کوى؟ د خدای کلام مونږ ته وایي چې آؤ، خدای مونږ سره مینه لرى. هغۀ خپله مینه په دې طريقې سره څرګندوى چې مونږ له خپل مقدس روح راکوى، او مونږ سره د خپل روح په وسيلې خبرې کوى. خو که مونږ غواړو چې خدائ مونږ سره خبرې وکړى، نو پکار دى چې مونږ هغۀ ته خپل ځان وسپارو او ورسره خبرې وکړو. هم دې ته دعا کول وائى يعنى خدای سره خبرې کول.

6 د کتاب مقدس حوالې
87

حضرت عیسیٰ المسیح (علیه السلام) څنګه کس وو؟

By Team25 days ago

کله چې حضرت عیسیٰ المسیح په دې دنيا کې ژوند کولو، نو هغۀ حیرانوونکى کارونه وکړل. کله چې مونږ د لوقا په انجیل کې د هغۀ قیصه لولو، نو وینو چې هغه خلک روغول، طوفانونه یې آرامول، په پېرېانو او بد نظر یې واک او اختيار لرلو، خلکو له یې خوراک ورکولو، مړى یې راژوندى کول، او د خلکو ګناهونه یې بخښل.

5 د کتاب مقدس حوالې
86

عيسائيان څنګه عبادت کوى؟

By Team25 days ago

مونږ نه اکثر تپوس کيږى چې آیا تاسو مونځ کوئ؟ تاسو څنګه مونځ کوئ؟ د مونځ معنى ده عبادت کول. په ټوله دنيا کې عیسائيان د الله تعالی عبادت په مختلفو طريقو سره کوى. حضرت عیسیٰ المسیح (عليه السلام) مونږ ته وفرمائیل چې دا ضرورى نۀ ده چې مونږ چرته عبادت وکړو او یا څنګه یې وکړو. لاندې تفصيل کې به تاسو وګورئ چې الله دپاره چې څۀ مهم دى نو هغه دا دى چې مونږ په روح او حقیقت سره عبادت وکړو. مونږ به تاسو ته د دې خبرې تشریح وکړو چې د دې څۀ مطلب دے.

7 د کتاب مقدس حوالې
99

ولې عیسیان الله ته "پلار" وائى؟

By Team14 days ago

عیسایان الله ته "پلار" وائى. تورات شریف مونږ ته دا ښائى چې الله پاک دنيا او هر څه چې پکې دى، پیدا کړى دى. هغۀ انسانان د حیواناتو او د ښائسته مخلوقاتو نه بدل او خاص پیدا کړے دے. انسانانو له خاص درجه ورکړے شوه. په مونږ کښې دا صلاحيت واچولے شو چې الله وپېژنو، او هغۀ سره مینه وکړو، او د هغۀ د حکمونو په اطاعت سره خپله مینه وښايو. هم په دې وجه الله د ټولو انسانانو سره خاص مینه لرى. کله چې مونږ ځانونه هغۀ ته او د هغۀ مسیح ته وسپارو، او د هغۀ پاکوالے او روح ترلاسه کړو، نو موږ الله سره په يو خاص تعلق کښې کې نزدې شو. دا تعلق داسې وى لکه څنګه چې د يو پلار خپلو بچو سره وى، او د بچو خپل پلار سره وى.

5 د کتاب مقدس حوالې
55

اړیکه ونیسئ

د بائبل یا د هغې د تعلیماتو په اړه پوښتنې لرئ؟ موږ د روښانه ځوابونو او لارښوونې لپاره دلته یو۔

The text of the Dari and Pashto translations are syndicated from

AfghanBibles.org