زبور شريف
يو سل او درويشتم زبور
يروشلم ته د بره ختلو يو سرود
۱ ما خپلې سترګې تا ته نيولې دى،
تا ته د چا تخت چې په آسمان کښې دے.
۲ لکه څنګه چې غلام د خپل مالِک لاس ته ګورى،
او لکه څنګه چې وينځه د خپلې بىبى لاس ته ګورى،
نو دغه شان زمونږ سترګې د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک ته ګورى،
تر هغې چې هغه مونږ ته خپل رحم وښائى.
۳ په مونږ باندې رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، تۀ په مونږ ورحمېږه،
ځکه چې مونږ د حد نه زيات سپک شو.
۴ د کبرژنو ډيرې زياتې مسخرې مونږ تېرې کړې دى،
مونږ د مغرورانو ډېر سپکاوے زغملے دے.