د نحمیا کتاب
اووم فصل
۱ نو دېوال ودان شو، ټولې دروازې په خپلو ځایونو کې کېښودل شوې او د خدای د کور ساتونکو، سندرغاړو او لاویانو ته خپل کارونه وسپارل شول. ۲ دوه کسان مې د اورشلیم د ښار د اداره کولو دپاره د چارواکو په توګه وټاکل: زما ورور حناني او د جنګي کلا قوماندان حننیا. حننیا د ډېرو خلکو په پرتله یو اعتباري سړی ؤ او له خدایه وېرېده. ۳ ما هغوی ته وویل: «د اورشلیم دروازې تر هغه وخته پورې مه خلاصوئ، ترڅو لمر ښه نه وي راختلی او د لمر پرېوتلو په وخت کې یې د ساتونکو د رخصتېدلو څخه مخکې تړئ او اړم ورته اچوئ.» هغوی ته مې دا هم وویل چې د اورشلیم د اوسېدونکو څخه ساتونکي وټاکي او د هغوی څخه ځینې کسان پوستو ته ورکړي او نور دې د خپلو کورونو په شاوخوا سیمه کې ګزمه وکړي. ۴ اورشلیم یو لوی او پراخه ښار ؤ، خو ډېر خلک په کې نه اوسېدل او تر هغه وخته پورې لا کورونه په کې بېرته جوړ شوي نه وو.
د راستانه شویو جلاوطنو لست
(عزرا ۲: ۱ - ۷۰)
۵ خدای دا فکر زما په زړه کې واچاوه چې قوم او د هغوی مشران او مامورین د هغو د کورنیو د سوانحو د ثبتولو دپاره راټول کړم. ما د هغو خلکو نسب نامې راپیدا کړې چې د اسیرتوب څخه لومړی راستانه شوي وو او دا هغه معلومات دی چې ما راپیدا کړ:
۶ ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بېولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۷ دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، عزریا، رعمیا، نحماني، مردخای، بلشان، مسفارت، بغوای، نحوم او بعنه.
۸-۲۵ دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
- د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه
- د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه
- د آرح له طایفې څخه - ۶۵۲ تنه
- د فحت موآب له طایفې څخه چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو - ۲۸۱۸ تنه
- د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه
- د زتو له طایفې څخه - ۸۴۵ تنه
- د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه
- د بنوي له طایفې څخه - ۶۴۸ تنه
- د ببای له طایفې څخه - ۶۲۸ تنه
- د عزجد له طایفې څخه - ۲۳۲۲ تنه
- د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۷ تنه
- د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۶۷ تنه
- د عادین له طایفې څخه - ۶۵۵ تنه
- د آطیر له طایفې څخه چې د حزقیا په نوم هم یادېده - ۹۸ تنه
- د حاشوم له طایفې څخه - ۳۲۸ تنه
- د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۴ تنه
- د حاریف له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه
- د جبعون له طایفې څخه - ۹۵ تنه
۲۶-۳۸ هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل، هم راستانه شول:
- د بیت لحم او نطوفه څخه - ۱۸۸ تنه
- د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه
- د بیت عزموت څخه - ۴۲ تنه
- د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه
- د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه
- د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه
- د بیت ییل او عای څخه - ۱۲۳ تنه
- د بل نبو څخه - ۵۲ تنه
- د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه
- د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه
- د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه
- د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۱ تنه
- د سناعه څخه - ۳۹۳۰ تنه
۳۹-۴۲ دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یدعیا د طایفې څخه چې د یشوع د اولادې څخه وو - ۹۷۳ تنه
- د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه
- د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه
- د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه
۴۳-۴۵ د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه چې د هودویا اولاده وه - ۷۴ تنه
- د خدای د کور د سندرغاړو څخه چې د اساف اولاده وه - ۱۴۸ تنه
- د خدای د کور د ساتونکو څخه چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه- ۱۳۸ تنه
۴۶-۵۶ د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس،
- سیعا، فادون، لبانه، حجابه، شلمای،
- حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین،
- نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای،
- معونیم، نفوشسیم، بقبوق، حقوفا،
- حرحور، بزلیت، محیدا، حرشا،
- برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
۵۷-۵۹ د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- سوطای، صوفرت، فریدا،
- یعله، درقون، جدیل، شفطیا،
- حطیل، فوخرت حظبایم او آمون.
۶۰ د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
۶۱-۶۲ شپږ سوه دوه څلوېښت تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادون او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
۶۳-۶۴ د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای چې د کاهنانو د طایفې نیکه ؤ، د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو. څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۵ د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
۶۶-۶۹ د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پردې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر دوه سوه پنځه څلوېښت تنه وو. لاندېني څاروي هم ورسره وو:
- اسونه - ۷۳۶
- قچرې - ۲۴۵
- اوښان - ۴۳۵
- خره - ۶۷۲۰
۷۰-۷۲ د طایفو ځینو مشرانو د خدای د کور د بیا ودانولو د لګښت دپاره مرسته وکړه. والي دا شیان خزانې ته ورکړل: اته کیلو ګرامه سره زر، د مراسمو د سرته رسولو په خاطر ۵۰ دانې کاسې او د کاهنانو دپاره ۵۳۰ چپنې. د طایفو ځینو مشرانو دا شیان خزانې ته ورکړل: ۱۶۸ کیلو ګرامه سره زر او ۱۲۵۰ کیلو ګرامه سپین زر. نورو خلکو دا شیان ورکړل: ۱۷۰ کیلو ګرامه سره زر، ۱۱۰۰ کیلو ګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره ۶۷ چپنې.
۷۳ نو کاهنان، لاویان، د خدای د کور ساتونکي، سندرغاړي، نور خلک، د خدای د کور خدمتګاران یعنې د اسراییلو ټول قوم د یهودا په ښارګوټو او ښارونو کې ځای په ځای شول.