د عزرا کتاب
دوهم فصل
د راستانه شویو جلاوطنو خلکو لست
(نحمیا ۷: ۴ - ۷۳)
۱ ډېرو جلاوطنو خلکو د بابل ولایت پرېښود او اورشلیم او یهودا ته یعنې خپلو ښارګوټو ته راستانه شول. له هغه وخت څخه چې نبوکدنصر پاچا هغوی د اسیرانو په توګه بابل ته بېولي وو، د هغوی کورنۍ هلته په جلاوطنۍ کې اوسېدلې. ۲ دا د هغوی مشران وو: زروبابل، یشوع، نحمیا، سرایا، رعیلایا، مردخای، بلشان، مسفار، بغوای، رحوم او بعنه.
دا د اسراییلو د طایفو لست دی چې په هغه کې د هرې طایفې د خلکو شمېر لیکل شوی دی چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو:
- ۳-۲۰ د فرعوش له طایفې څخه - ۲۱۷۲ تنه
- د شفطیا له طایفې څخه - ۳۷۲ تنه
- د آرح له طایفې څخه - ۷۷۵ تنه
- د فحت مواب له طایفې څخه (چې د یشوع او یوآب د اولادې څخه وو) - ۲۸۱۲ تنه
- د عیلام له طایفې څخه - ۱۲۵۴ تنه
- د زتو له طایفې څخه - ۹۴۵ تنه
- د زکي له طایفې څخه - ۷۶۰ تنه
- د باني له طایفې څخه - ۶۴۲ تنه
- د ببای له طایفې څخه - ۶۲۳ تنه
- د عزجد له طایفې څخه - ۱۲۲۲ تنه
- د ادونیقام له طایفې څخه - ۶۶۶ تنه
- د بغوای له طایفې څخه - ۲۰۵۶ تنه
- د عادین له طایفې څخه - ۴۵۴ تنه
- د آطیر له طایفې څخه (د حزقیا په نوم هم یادېده) - ۹۸ تنه
- د بیسای له طایفې څخه - ۳۲۳ تنه
- د یوره له طایفې څخه - ۱۱۲ تنه
- د حاشوم له طایفې څخه - ۲۲۳ تنه
- د جبار له طایفې څخه - ۹۵ تنه
۲۱-۳۵ هغه خلک چې نیکونه یې په لاندېنیو ښارګوټو کې اوسېدل هم راستانه شول:
- د بیت لحم څخه - ۱۲۳ تنه
- د نطوفه څخه - ۵۶ تنه
- د عناتوت څخه - ۱۲۸ تنه
- د عزموت څخه - ۴۲ تنه
- د قریت یعاریم، کفیرې او بیروت څخه - ۷۴۳ تنه
- د رامې او جبعې څخه - ۶۲۱ تنه
- د مخماس څخه - ۱۲۲ تنه
- د بیت ییل او عای څخه - ۲۲۳ تنه
- د نبو څخه - ۵۲ تنه
- د مغبیش څخه - ۱۵۶ تنه
- د بل عیلام څخه - ۱۲۵۴ تنه
- د حاریم څخه - ۳۲۰ تنه
- د لود، حادید او اونو څخه - ۷۲۵ تنه
- د اریحا څخه - ۳۴۵ تنه
- د سناعه څخه - ۳۶۳۰ تنه
۳۶-۳۹ دا د هغو کاهنانو د طایفو لست دی چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یدعیا د طایفې څخه (چې د یشوع د اولادې څخه وو) - ۹۷۳ تنه
- د یمیر د طایفې څخه - ۱۰۵۲ تنه
- د فشحور د طایفې څخه - ۱۲۴۷ تنه
- د حاریم د طایفې څخه - ۱۰۱۷ تنه
۴۰-۴۲ د لاویانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
- د یشوع او قدمي ییل د طایفو څخه (چې د هودویا اولاده وه) - ۷۴ تنه
- د خدای د کور د سندرغاړو څخه (چې د اساف اولاده وه) - ۱۲۸ تنه
- د خدای د کور د ساتونکو څخه (چې د شلوم، آطیر، طلمون، عقوب، حطیطا او شوبای اولاده وه) - ۱۳۹ تنه
۴۳-۵۴ د خدای د کور د خدمتګارانو طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
صیحا، حسوفا، تباعوت، قیروس، سیعها، فادون، لبانه، حجابه، عقوب، حاجاب، شملای، حانان، جدیل، جحر، ریایاه، رزین، نقودا، جزام، عزه، فاسیح، بیسای، اسنه، معونیم، نفوسیم، بقبوق، حقوفا، حرحور، بزلوت، محیدا، حرشا، برقوس، سیسرا، تامح، نصیح او حطیفا.
۵۵-۵۷ د سلیمان د خدمتګارانو هغه طایفې چې د جلاوطنۍ څخه راستنې شوې:
سوطای، هسوفرت، فرودا، یعله، درقون، جدیل، شفطیا، حطیل، فوخرت حظبایم او آمي.
۵۸ د خدای د کور د خدمتګارانو او د سلیمان د خدمتګارانو د اولادې ټول شمېر چې د جلاوطنۍ څخه راستانه شوي وو، ۳۹۲ تنه وو.
۵۹-۶۰ شپږ سوه دوه پنځوس تنه د دلایا، طوبیا او نقودا د طایفو څخه وو او د تل ملح، تل حرشا، کروب، ادان او یمیر د ښارګوټو څخه راستانه شوي وو، خو هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د اسراییلیانو د اولادې څخه دي.
۶۱-۶۲ د کاهنانو دغو لاندېنیو طایفو ونه شو کولای چې خپلې سوانح راپیدا کړي، ترڅو خپل نیکونه ثابت کړي: حبایا، هقوس او برزلای. (د برزلای د کاهنانو د طایفې نیکه د جلعادي برزلای د طایفې د یوې ښځې سره واده کړی ؤ او د خپل خسر د طایفې په نوم یاد شو.) څرنګه چې هغوی نه شو کولای دا ثابته کړي چې د هغوی نیکونه څوک وو، نو هغوی ناپاک ګڼل کېدل، نو ځکه د کاهنانو په توګه ونه منل شول. ۶۳ د یهودیانو والي هغوی ته وویل: «تر هغې پورې چې د کوم کاهن له خوا د اوریم او تمیم په وسیله معلومه نه شي چې تاسو په رښتیا سره کاهنان یئ، تاسو نه شئ کولای هغه ډوډۍ وخورئ چې خدای ته وړاندې کیږي.»
۶۴-۶۷ د هغو جلاوطنو خلکو شمېر چې راستانه شوي وو، ټول ۴۲۳۶۰ تنه وو. برسېره پردې هلته ۷۳۳۷ تنه نارینه او ښځینه خدمتګاران وو. د نارینه او ښځینه سندرغاړو شمېر ۲۰۰ تنه وو. لاندېني څاروي هم ورسره وو:
- اسونه - ۷۳۶
- قچرې - ۲۴۵
- اوښان - ۴۳۵
- خره - ۶۷۲۰
۶۸ کله چې جلاوطني خلک په اورشلیم کې هغه ځای ته ورسېدل چې پخوا په کې د څښتن کور ؤ، نو د طایفو ځینو مشرانو د خپلې خوښې نذرانې ورکړې چې په خپل پخواني ځای کې د خدای د کور په بیا جوړولو کې د هغه څخه کار واخیستل شي. ۶۹ هغوی د دې کار دپاره د خپل توان سره سم پنځه سوه کیلو ګرامه سره زر، دوه زره اته سوه کیلو ګرامه سپین زر او د کاهنانو دپاره یې سل دانې چپنې خزانې ته ورکړې.
۷۰ کاهنان، لاویان او ځینې نور خلک په اورشلیم کې یا د اورشلیم سره نژدې ځای په ځای شول. سندرغاړي، د خدای د کور ساتونکي او خدمتګاران په نژدې ښارګوټو کې ځای په ځای شول او پاتې اسراییلیان په هغو ښارګوټو کې ځای په ځای شول چې د هغوی نیکونه په کې اوسېدلي وو.