د زبورونو کتاب
یوسلو شلم زبور
د دروغجنو خلکو څخه د خلاصون دپاره دعا
(په اورشلیم کې د خدای کور ته د تګ سندره)
۱ ما د سختۍ په وخت کې وکړ فریاد څښتن ته
او هغه قبوله کړه دعا زما
۲ ما له دروغجنو او مکارو خلکو
وساته ای څښتنه
۳ ای مکارو خلکو، خدای به څه کوي له تاسو سره؟
تاسو ته څرنګه سزا به درکړي؟
۴ په تېرو غشو د عسکرو به سزا درکړي
او په سرو سکروټو باندې
۵ افسوس دې وي په ما
چې زه اوسېږمه په ماشک کې
د مسافر په شان
او هم اوسېږم د قیدار خېمو کې
لکه پردي په شان
۶ د هغو خلکو سره زه زیات اوسېدلی یمه
څوک چې نفرت کوي له سولې څخه
۷ زه غواړم سوله
خو چې زه کوم خبرې د سولې
هغوی جنګ غواړي