د دوهم تواریخ کتاب
دولسم فصل
په یهودا باندې د مصریانو یرغل
(لومړی پاچاهان ۱۴:۲۵-۲۸)
۱ څنګه چې رحبعام د خپلې پاچاهۍ واک ترلاسه کړ او قوي شو، هغه او د هغه ټول قوم د څښتن د شریعت لاره پرېښودله. ۲ نو د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال څښتن هغوی ته د بېوفایۍ په خاطر سزا ورکړه. هغه د مصر پاچا شیشق ته اجازه ورکړه چې په اورشلیم باندې حمله وکړي. ۳ شیشق د خپلو یو زرو او دوه سوو جنګي ګاډیو او شپېتو زرو اس سوارانو او د لیبیایي، شکیم او ایتوپیایي د بېشمېرو عسکرو په مرسته حمله وکړه. ۴ هغه په یهودا کې قوي ښارونه ونیول او تر اورشلیمه پورې یې پرمختګ وکړ. ۵ شمعیه نبي رحبعام پاچا او د یهودا هغو مشرانو ته ورغی چې د شیشق څخه د تېښتې له امله په اورشلیم کې راټول شوي وو. شمعیه هغوی ته وویل: «ستاسو دپاره څښتن دا پیغام لري: ‹تاسو زه پرېښودم، نو زه هم اوس تاسو شیشق ته پرېږدم.›» ۶ پاچا او مشرانو خپله ګناه ومنله او ویې ویل: «څښتن عادل دی.» ۷ کله چې څښتن دا ولیدل، شمعیه ته یې وویل: «له دې امله چې هغوی اوس خپله ګناه ومنله، زه به هغوی ټول تباه نه کړم. نو کله چې شیشق حمله وکړي، زه به یو شمېر کسان وژغورم. زما غضب به د شیشق په وسیله په اورشلیم باندې نازل نه شي. ۸ خو هغوی به د شیشق رعیت شي، ترڅو وپوهیږي چې زما د خدمت کولو او د نړۍ د حاکمانو د خدمت کولو ترمنځ څومره فرق دی.»
۹ شیشق پاچا په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یووړلې. برسېره پردې هغه سپرونه یې چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یووړل. ۱۰ نو رحبعام د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله. ۱۱ هرکله به چې پاچا د څښتن کور ته ورتللو، نو ساتونکو به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهرهدارانو کوټې ته راوړل.
۱۲ څرنګه چې رحبعام خپله ګناه ومنله، نو د څښتن د غضب نه یې خلاصون پیدا کړ او په پوره توګه له منځه لاړ نه شو او په یهودا کې څه ناڅه نېک کارونه کېدل.
د رحبعام د پاچاهۍ د پېښو لنډیز
(لومړی پاچاهان ۱۴:۲۱، ۱۴:۲۹-۳۱)
۱۳ رحبعام پاچا په اورشلیم کې خپل ځان ټینګ کړ او پاچاهي یې وکړه. هغه د یو څلوېښت کلنۍ په عمر پاچا شو او په اورشلیم کې یې اوولس کاله پاچاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون د هېواد څخه وه. ۱۴ هغه بد کارونه کول، ځکه چې هغه کوښښ نه کاوه د څښتن رضا معلومه کړي.
۱۵ رحبعام چې د خپلې پاچاهۍ په وخت کې نور هرڅه وکړل د هغه د کورنۍ د نسبنامې په شمول د دوو نبیانو یعنې د شمعیه او د عیدو په تاریخ کې لیکل شوي دي. په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه. ۱۶ رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د رحبعام زوی ابیا د هغه په ځای پاچا شو.